IQNA

  په غزې کې د اسرائیلو جنایاتونه منظمه نسل‌وژنه ده

15:29 - August 15, 2025
د خبر لمبر: 3491539
 د یمن د انصارالله غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي پخپلې اونیزې په وینا کې پر غزې د اسرائیلو د بریدونه، چې د امریکا په بشپړ ملاتړ سره ترسره کیږي، په کلکه غندلي ، او د ښځو، ماشومانو او کډوالو پر وړاندې د انساني جنایاتو د دوام او د قربانیانو د زیاتیدا خبر  ئې ورکړ.

سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي  د اسرائیلو جنایاتونه منظمه نسل‌وژنه وبلل او وې ویل: په تیرې اوونۍ  کې د اسرائیلو د وحشي ډوله یرغلونو په دوام کې چې د امریکا په ملاتړ  سره ترسره کیږي، له ۳۵۰۰ څخه زیات کسان شهیدان او ټپیان شوي، چې پکې ماشومان، ښځې او کډوال شامل دي.الحوثي وویل، اسرائیلو د «بشردوستانه مرستو» په نوم د فلسطینیانو پر سر له آسمانه  د خوړو جوپې غورځوي، خو دا د نسل‌وژنې جنایت یوه برخه ده. هغه زیاته کړه، د «لوږې جنایت» د اسرائیلو تر ټولو ناوړه او شرمناک جرم دی، چې د دښمن لخوا د نړیوالو افکارو د غولولو او د فلسطینیانو د کلابندولو او وژنو د حقیقت د پټولو لپاره کارول کیږي.د انصارالله مشر د غزې بشري وضعیت ته په اشارې سره وویل: د اسرائیلو لخوا د هوا له لارې مرستې، که اته میاشتې دوام وکړي، د تړل شویو لارو له لارې د یوې ورځې د توکو د داخلیدو برابر نه دي. هغه زیاته کړه: ددغو ډيرو خوراکي توکو د مصرف نیټه تیره ده،او اسرائیل په قصدي توګه د مرستو ګاډي تر هغې دروي  چې مواد خراب او فاسد شي، بیا ئې لږه برخه پرېږدي، چې دا پخپله د خلکو لپاره زیانمن دي.الحوثي ټینګار وکړ چې لوږه او ناوړه خواړه هره ورځ د فلسطینیانو ژوند اخلي، او ماشومان د دې بحران تر ټولو لوی قربانیان دي. هغه اسرائیل او امریکا د «ورځني مرګونولومې » په جوړولو تورن کړل او وې ویل: اسرائیلي وحشي پوځيان په مستقیم ډول پر ماشومانو ډزې کوي او حتی د مرستو د وېش په ځایونو کې پر خلکو بریدونه کوي.د هغه په وینا، دا کړنې د فلسطینیانو د یوې بشپړ نسل وژنې د منظمې پالیسۍ برخه ده، چې اړخونه ئې پر لویدیځي ټولنو هم روښانه شوي دي. الحوثي زیاته کړه: دا جنایاتونه  د اسرائیلو د انساني ارزښتونو، نړیوالو قوانینو او بشري حقونو پروا نه کولو ښکارندویي کوي.هغه وویل، اسرائیل په قصدي توګه رسنۍ په نښه کوي څو حقیقت د نړیوالو افکارو له سترګو پټ پاتې شي. الحوثي د اسرائیلو جنایات په نړۍ کې بې‌ساري وبلل او زیاته یې کړه: صهیونیستي دښمنان نه یوازې مجرمان دي، بلکې د ظلم، شکنجې او وژنو په نوورودو کې هم مهارت لري.الحوثي د اسرائیلو او د هغوی د ملاتړو موخه د سیمې د ډېرو خلکو له منځه وړل، د ناروغیو خپرول، قحطي او تندې رامنځته کول، اجباري کډوالي او پر پاتې خلکو تسلط بللی. نوموړي د غزې  دوامداره بریدونو او کلابندۍ ته په اشارې سره وویل: اسرائیل حتی هغه سیمې چې «امن» اعلان شوي په نښه کوي او اوسیدونکي ئې بیا بیا ډول کډوالۍ ته اړ باسي  څو له ثبات او ارامۍ محروم شي.الحوثي ټینګار وکړ چې دا جنایات د صهیونیستي ایډیالوژۍ او کلتور پایله ده، او د اسلامي امت له خوا د دښمن د اصلي ماهیت نه پاملرنه د راتلونکي لپاره تر ټولو لویه خطره ده. هغه له علماوو، کلتوري شخصیتونو او خطیبانو وغوښتل چې د مسجدالاقصى مقدس مقام په امت کې  لوړ کړي او د دښمن سره د اړیکو د عادي کولو خطرې هم روښانه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4299934

captcha